د نوو راغلو پناه غوښتونکو له پاره روغتیایي خدمات
ډیری انسانان د جګړو او په خپلو هیوادونو کې د تعقیبیدو له کبله تیښتې ته اړیږي. هغوی په آلمان کې د پناه غوښتنه کولی شي. دغه فلم د نوو راغلو پناه غوښتونکو د روغتیايي معایناتو او د مهاجرو په ګډو هستوګنځایونو یا کمپونو کې د روغتیايي خدماتو په هکله معلومات وړاندې کوي.